کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

امريکا: نړيواله پراختيايي اداره بیا تنظیموو

 د امریکا بهرنيو چارو وزارت پر اېکس ليکلي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبيو د امريکا کانګرس ته ويلي، چې غواړي د امريکا پراختيايي ادارې (USAID) د بهرنيو مرستو پر فعالیتونو بیا کتنه کوي. خبر پاڼه‌ کې راغلي، ښاغلې روبيو به د دغې ادارې د مدير په توګه کار پيل کړي. وړاندې ليکل شوي، د دغې ادارې موخه له امر…

2025-02-03 20:31 82۱ دقیقې لوستل
امريکا: نړيواله پراختيايي اداره بیا تنظیموو

 د امریکا بهرنيو چارو وزارت پر اېکس ليکلي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبيو د امريکا کانګرس ته ويلي، چې غواړي د امريکا پراختيايي ادارې (USAID) د بهرنيو مرستو پر فعالیتونو بیا کتنه کوي.

خبر پاڼه‌ کې راغلي، ښاغلې روبيو به د دغې ادارې د مدير په توګه کار پيل کړي.

وړاندې ليکل شوي، د دغې ادارې موخه له امريکا بهر د په مسوولانه توګه د متحده ايالاتو ګټې پر مخ وړل دي، خو په دې ورستيو کې يې د بوديجې ځينې برخې د امريکا په ګټه نه وې.

د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت داسې مهال دغه خبره کوي چې ډونالډ ټرمپ واک ته له رسېدو سره سم د ډېرو اجرايوي فرمانونو د لاسليک پر مهال د دغې ادارې فعاليتونه هم په موقت ډول درولي دي.

له دې وړاندې هم امريکايي ميليارد ايلان مسک ادعا کړې وه‌ چې دغه پراختيايي اداره‌ د بيولوژيکي وسلو څېړنو سره تړاو لري او نوموړي يې د بندېدو غوښتنه کړې وه.

بايد‌ ياده شي چې دغې ادارې په تېرو ۲۴ کلونو کې له‌ افغانستان سره نږدې ۱۱۰ ميليارده ډالر مرسته کړې وه.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب