امريکا يو ځل بیا ځيني کډوال په نظامي الوتکو کې له خپلې خاورې اېستلي
رويټرز خبري اژانس د امريکايي چارواکو له قوله ليکلي، امريکا ځيني کډوال په پوځي الوتکو کې ځيني کډوال هاندوراس او پېرو ته استولي دي. سرچينې د لېږدول شويو کډوالو شمېر ندی ښودلی، خو دا يې ويلي چې د کډوالو په لېږدولو کې له نظامي الوتکو کار اخیستل تر ټولو لوړ لګښت لري.وړانډې ليکل شوي، يوه اوونۍ وړاندې ګواتمالا ته د کډوالو د ل…
2025-02-02 20:54 85۱ دقیقې لوستل
رويټرز خبري اژانس د امريکايي چارواکو له قوله ليکلي، امريکا ځيني کډوال په پوځي الوتکو کې ځيني کډوال هاندوراس او پېرو ته استولي دي.
سرچينې د لېږدول شويو کډوالو شمېر ندی ښودلی، خو دا يې ويلي چې د کډوالو په لېږدولو کې له نظامي الوتکو کار اخیستل تر ټولو لوړ لګښت لري.
وړانډې ليکل شوي، يوه اوونۍ وړاندې ګواتمالا ته د کډوالو د لېږد پروسه کې پر هر کډوال ۴ زره او ۶۷۵ ډالر لګښت راغلی وو.
په همدې حال کې بیا د متحده ايالاتو دفاع وزير پيټ هيګسټ مکسیکو پولې ته سفر کړی دی.
دغه سفر داسې مهال کيږي چې ټرمپ ويلي وو د کډوالو د مخنيوي په موخه به مکسیکو کې اضافي ځواکونه ځای پر ځای کړي.

Hamdullah Danishحمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.