کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

امريکا پاکستان ته: که اړتيا وه بيا انتخابات ترسره کړئ

امريکا وايي، که د پاکستان د ټاکنو کمېسيون دغه پروسه کې درغلي معلومه کړي، باید په مشخصو ځايونو کې بیا ټاکنې ترسره کړي. د جنوبي اسيا په چارو کې د امريکا سفير ډونالډ لو ويلي، له ياد هېواد سره ۷۶ کلن مشارکت لري او که پاکستان داسې ديموکراتيکه کړنلاره ونه لري چې خپل اساسي قانون پرې وساتي، دا به د دواړو هېوادونو د اړيکو لپاره…

2024-03-20 20:02 90۱ دقیقې لوستل
امريکا پاکستان ته: که اړتيا وه بيا انتخابات ترسره کړئ

امريکا وايي، که د پاکستان د ټاکنو کمېسيون دغه پروسه کې درغلي معلومه کړي، باید په مشخصو ځايونو کې بیا ټاکنې ترسره کړي.

د جنوبي اسيا په چارو کې د امريکا سفير ډونالډ لو ويلي، له ياد هېواد سره ۷۶ کلن مشارکت لري او که پاکستان داسې ديموکراتيکه کړنلاره ونه لري چې خپل اساسي قانون پرې وساتي، دا به د دواړو هېوادونو د اړيکو لپاره خنډ وي.

دغه امريکايي ډيپلومات دا هم ويلي چې نور پر پاکستان د وسلو او پوځي تجهيزاتو د پلور پلان نه لري.

ډونالډ لو پخپلو خبرو کې زياته کړې چې امریکا د تېرو ټاکنو پر مهال پاکستان کې د ټولنيزو رسنيو د ګډوډيو او د اېکس‌ شبکې د بندېدو ډېره اندېښنه درلوده.

د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحريک انصاف ګوند چې په‌ خپلواک ډول نوماندان و، تر انتخاباتو مخکې په ټاکنو کې د درغلۍ ادعا کړې وه.

عمران خان چې له ټاکنو مخکې زنداني شو، داسې ادعاوې یې کولې چې ګواکې امريکا له واک څخه پرځولی دی؛ خو امريکا دغه تورونه بې اساسه بللي وو.

لیکوال/اېډېټر: Sumira Sayedi
Sumira Sayedi
Sumira Sayedi

ثمیرا سيدي افغان خبریاله ده او په بېلابېلو مسایلو د افغان پرېس خبري اژانس لپاره خبرونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب