کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

امريکا: په هرمز تنګي کې به د ازادۍ پروژې په نوم يو بل ماموريت پيل کړو

د امريکا مرکزي قوماندانۍ سنټکام ويلي، د ډونالډ ټرمپ په امر د سوداګریزو کېښتي د تګ- راتګه د خوندې کولو په موخه به په هرمز تنګي کې ازادۍ پروژې په نوم يو بل نوی پوځي ماموریت پيل کړی. د دې قومندانۍ په وينا، په دغه پروژه کې به ۱۰۰ جنګي الوتکې، لسګونه جنګي بيړۍ، ۱۵ زره امریکايي سرتېري، د توغنديو پرمختللي سیسټمونو سمبال تجهیز…

2026-05-03 23:32 67۱ دقیقې لوستل
امريکا: په هرمز تنګي کې به د ازادۍ پروژې په نوم يو بل ماموريت پيل کړو

د امريکا مرکزي قوماندانۍ سنټکام ويلي، د ډونالډ ټرمپ په امر د سوداګریزو کېښتي د تګ- راتګه د خوندې کولو په موخه به په هرمز تنګي کې ازادۍ پروژې په نوم يو بل نوی پوځي ماموریت پيل کړی.

د دې قومندانۍ په وينا، په دغه پروژه کې به ۱۰۰ جنګي الوتکې، لسګونه جنګي بيړۍ، ۱۵ زره امریکايي سرتېري، د توغنديو پرمختللي سیسټمونو سمبال تجهیزات او څو ډول بې الوتکو څخه کار واخلي.

امریکایي پوځ دا اقدام د سیمې د امنیت او د نړیوال اقتصاد د ثبات لپاره مهم بللی او زیاته کړې یې ده، چې د سمندري محاصرې ترڅنګ به د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو کښتیو ملاتړ دوام ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې ايران بیا امريکا ته يو میاشت وخت ورکړی، تر څو روانه جګړه په بشپړ ډول پای ته ورسوي.

لیکوال/اېډېټر: Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai

فرمان سهار د کوه نور خبريال دی او په رسنیو کې د کار کولو دوه کلنه تجربه لري. سهار د لغمان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغ دی او اوسمهال کوه نور خبري اژانس لپاره په سياسي او ټولنیزو مسايلو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب