امريکايي چارواکي وايي، چين د بېپيلوټه الوتکو او توغنديو د جوړولو او د سپوږمکۍ څخه د اخيستل شويو انځورونو په برخه کې روسيې سره همکاري کوي؛ ترڅو په اوکراين کې يې د جنګ ماشين قوي کړي.
خو چين وايي، هېڅ ډول وسله يې نه ده ورکړې او نه په اوکراين کې د کړکيچ او نښتې طرفدار دی.
د رویټرز د راپور له مخې، د امريکا ولسمشر جو بايډن د اروپايي متحدينو په شمول د چين له ولسمشر شي جينپنګ سره هم په يادې موضوع خبرې کړې دي.
د امريکايي چارواکو په خبره، د چين صادروونکي توکي د روسيې د دفاعي توليداتو لويه تشه ډکوي او هغوی ته دا وړتيا ورکوي چې د تېر شوروي او د اوکراين سره د جګړې د لومړيو وختونو په پرتله لوړ دفاعي پروازونه ترسره کړي.
بلخوا په امريکا کې د چين سفارت وياند ليو پنکيو يادو څرګندونو ته په غبرګون کې وايي، د مسکو او بيجنګ ترمنځ اړيکه نباید د نورو د لاسوهنې او محدوديت وړ وګرځي.
دغه ډيپلومات ويلي: « مونږ له امريکا غواړو چې د روسيې او چين د عادي اړيکو له قربانۍ لاس واخلي. »
چينايي چارواکو همداراز ويلي، تېر کال ۹۰ سلنه ميکروالکترونيک چې روسيې د باليستک توغنديو، ټانګ او د الوتکو په جوړولو کې یې ترې اخيستی دی، له چين هېواد څخه وارد کړي و.
يادو چارواکو زياته کړې چې چينايي او روسي سازمانونه د بېپيلوټه الوتکو د تولید لپاره په روسيه کې ګډ کار کوي.




