کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

امريکا کې د افغان کډوالو د پناه غوښتنې قضيې د موقت وخت لپاره بندې شوې

د امریکا د متحده ايالاتو د کډوالو ادارې خبر ورکړی، چې دغه هېواد کې یې د افغان کډوالو د پناه غوښتې قضیې د موقت وخت لپاره بندې کړې. دغه‌ ادارې ياده پرېکړه د تېرې شپې د هغه برید په غبرګون کې کړې، چې يوه ۲۹ کلن افغان کډوال رحمان الله لکڼوال سپېنې ماڼۍ سره نږدې د دغه هېواد د ملي ګارډ پر سرتېرو وسلوال برید وکړ. ټرمپ دغه…

2025-11-27 01:06 72۱ دقیقې لوستل
امريکا کې د افغان کډوالو د پناه غوښتنې قضيې د موقت وخت لپاره بندې شوې

د امریکا د متحده ايالاتو د کډوالو ادارې خبر ورکړی، چې دغه هېواد کې یې د افغان کډوالو د پناه غوښتې قضیې د موقت وخت لپاره بندې کړې.

دغه‌ ادارې ياده پرېکړه د تېرې شپې د هغه برید په غبرګون کې کړې، چې يوه ۲۹ کلن افغان کډوال رحمان الله لکڼوال سپېنې ماڼۍ سره نږدې د دغه هېواد د ملي ګارډ پر سرتېرو وسلوال برید وکړ.

ټرمپ دغه بريد ته په غبرګون کې ويلي، «دا حيوان به سخته سزا وويني.»

ټرمپ همداراز پر بايډن نيوکه کړې چې په ۲۰۲۱ کال کې يې دغه ډول خلک امريکا ته انتقال کړي دي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب