ټاکل شوې د امريکا اوسنی ولسمشر او د روان ميلادي کال ټاکنو ته د ديموکرات ګوند نوماند جوبايډن او د جمهوري غوښتونکو ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ ترمنځ د روانې جون مياشتې په ۲۷مه ټاکنيزه مناظره ترسره شي.
د امريکايي رسنيو د راپورنو له مخې، د دغه دواړو نوماندانو مناظره به د سيانان تلويزون له لوري د ۹۰ دقيقو لپاره پرمخ يوړل شي.
يادو نوماندانو د دغې مناظرې لپاره چمتوالی ښودلی دی.
دغه دواړه نوماندان د ۲۰۲۰ کال ولسمشريزو ټاکنو کې هم د بحثونو لپاره مخ شوي وو.
د امريکا ولسمشريزې ټاکنې به دروان ۲۰۲۴ کال نومبر مياشت کې ترسره شي چې دواړه نوماندان به د ولسمشر کېدو لپاره کمپاينونه هم کوي.




