یو شمېر امریکايي رسنیو د لوړپوړو امریکايي چارواکو له قوله لیکلي چې د تحریرالشام غورځنګ چې اوس د سوریه واک ورسره، د امریکا له تور لیست څخه به وویستل شي او د تعامل لار به ورسره غوره شي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د یوه امریکایې چارواکي له قوله لیکلي چې د تحریرالشام غورځنګ، چې د بشارالاسد د حکومت په نسکورولو کې یې مهم رول درلود د امریکا له تور لیست څخه وویستل کیږي او د تعامل لار به ورسره غوره شي.
دیادونې ده چې امریکا دغه ډله په ۲۰۱۸ زیږدیز کال کې په خپل تور لیست کې شامله کړې ده.




