کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

امریکايي سناتور: کانګرس دې اسرا... ته د امریکا مرستې بندې کړي

کابل (کوه‌نور، ۹ اسد ۱۴۰۴):د امریکا مخکښ سناتور برني سندرز له کانګرس نه غوښتی چې اسرا... ته ورکړل کېدونکې نظامي او مالي مرستې ژر تر ژره بندې کړي.  نوموړي ویلي، امریکا د خپلو مالیه ورکوونکو پیسې د اسرا... له‌خوا د بشري جنایتونو لپاره کاروي. سندرز ټینګار کړی چې دا مرستې د غزې په تړانګه کې د ښوونځیو پر بمبا…

2025-07-31 02:18 240۲ دقیقې لوستل
امریکايي سناتور: کانګرس دې اسرا... ته د امریکا مرستې بندې کړي

کابل (کوه‌نور، ۹ اسد ۱۴۰۴):
د امریکا مخکښ سناتور برني سندرز له کانګرس نه غوښتی چې اسرا... ته ورکړل کېدونکې نظامي او مالي مرستې ژر تر ژره بندې کړي.

 نوموړي ویلي، امریکا د خپلو مالیه ورکوونکو پیسې د اسرا... له‌خوا د بشري جنایتونو لپاره کاروي.

سندرز ټینګار کړی چې دا مرستې د غزې په تړانګه کې د ښوونځیو پر بمبارۍ، د ماشومانو لوږې ته پرېښودو او د عامو ملکي وګړو پر وژلو لګېږي. نوموړي زیاته کړې:
«موږ باید د یو داسې رژیم ملاتړ بند کړو چې د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه کوي.»

هغه د اسرا... لومړی وزیر بنیامین نتن.یاهو او د هغه وزیران "جنایتکاران" بللي او له امریکایي کانګرس نه یې غوښتي چې له هغوی سره د ملاتړ سیاست پای ته ورسوي.

برني سندرز له هغو سیاستوالو څخه دی چې له اوږدې مودې راهیسې د فلسطینیانو د حقونو ملاتړ کوي. هغه دا ځل هم اسرا... ته د امریکا د پوځي مرستو دوام یو ستر بشري او اخلاقي ناکامي بللې.

له سندرز وړاندې هم یو شمېر نورو امریکايي سناتورانو، لکه الیزابت وارن، ډیک ډربین او کریس ون هالن، ورته غوښتنې کړې وې. هغوی ویلي چې دا مرستې د اسرا... له‌خوا په غزه کې د نسل‌وژنې لپاره کارول کېږي.

د سندرز دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په نړیواله کچه د اسرا... پر ضد فشارونه زیات شوي دي. تر دې دمه، د فرانسې، کاناډا، آسترالیا، هسپانیې، آیرلنډ او نورو په ګډون، ۱۵ هېوادونو د فلسط.ین د خپلواک دولت رسمیت پېژندنه اعلان کړې ده.

په عین حال کې، د نړیوالو بشري حقونو سازمانونو، ملګرو ملتونو او نړیوالو محکمو له‌خوا هم اسرا... ته د حساب ورکولو غوښتنې ډېرې شوي دي. د دغو بنسټونو په وینا، په غزه کې روان کړکېچ یو بشري ناورین دی، او عاملین يې باید عدالت ته وسپارل شي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب