کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

امریکایي ځواکونو د نشه یې توکو قاچاق کوونکې کښتۍ ویشتي، چې پکې پنځه کسان وژل شوي

ڪابل (کوه نور، ۱۱ جدي ۱۴۰۴): د امریکا جنوبي قوماندانۍ ویلي، امریکايي پوځ د نشه یې موادو قاچاقوونکو کښتيو باندې تازه بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې پنځه کسان وژل شوي دي. د راپور له مخې، دا بریدونه د ډسمبر په ۳۱مه د "Operation Southern Spear" د عملیاتو په لړ کې شوي، چې د امریکا د جګړې وزیر پېټ هیګیسټ یې امر ورکړی و. استخبا…

2025-12-31 22:40 145۲ دقیقې لوستل
امریکایي ځواکونو د نشه یې توکو قاچاق کوونکې کښتۍ ویشتي، چې پکې پنځه کسان وژل شوي

ڪابل (کوه نور، ۱۱ جدي ۱۴۰۴): د امریکا جنوبي قوماندانۍ ویلي، امریکايي پوځ د نشه یې موادو قاچاقوونکو کښتيو باندې تازه بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې پنځه کسان وژل شوي دي.

د راپور له مخې، دا بریدونه د ډسمبر په ۳۱مه د "Operation Southern Spear" د عملیاتو په لړ کې شوي، چې د امریکا د جګړې وزیر پېټ هیګیسټ یې امر ورکړی و.

استخباراتي معلومات ښيي، چې دا کښتۍ د هغو لارو پر سر تېرېدې، چې د مخدره موادو د قاچاق لپاره مشهورې دي او د موادو د انتقال برخه وې.

د سرچینې د مالوماتو پر اساس، په یوه کښتۍ کې درې او په دویمه کښتۍ کې دوه کسان وژل شوي دي.

په همدې حال کې واشنګټن پر کاراکاس تور لګوي، چې د مخدره موادو پر وړاندې جدي مبارزه نه کوي. 

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو پټ امر لاسلیک کړی و، چې پر بنسټ یې لاطینه امریکا د موادو قاچاقبرانو پر ضد نظامي ځواک کاروي.

د راپورونو پر اساس، تېرو میاشتو کې د امریکا پوځ د "موادو ضد مبارزې" تر نوم لاندې د لاطینه امریکا په سواحلو کې شاوخوا ۳۰ کښتۍ له منځه وړي او له ۱۰۰ ډېر کسان یې وژلي دي.

په همدې حال کې د کولمبیا ولسمشر ګوستاوو پېترو ویلي، د یوې حملې پر مهال د امریکا ځواکونو  یو عادي کب نیونکی وژلی؛ نه قاچاقبر.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب