رویټرز د یوه امریکايي چارواکي له قوله راپور ورکړی، چې د ایران د لېوالتیا ښودلو په صورت کې متحده ایالات له تهران سره د خبرو کولو لپاره چمتو دي.
رویټرز د جنورۍ ۲۶مه د دوشنبې په شپه د یاد امریکایي چارواکي له قوله راپور ورکړی، چې ایران د خبرو کولو له شرایطو خبر دی؛ خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.
امریکایي لوړ پوړی چارواکی دا څر ګندونې په داسې حال کې کوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ مخکې ویلي وو یوه پوځي بېړۍ د ایران پر لور استول شوې؛ خو هیله یې ښودلې وه، چې د هغې کارولو ته اړتیا پېښه نه شي.
د امریکا ولسمشر همدارنګه تهران ته خبرداری ورکړی، چې لاریون کوونکو ته زیان ونه رسوي او یا هم خپل اټومي پروګرام له سره پیل نه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې ایران کې سراسري لاریونونه کم شوي، دوو امریکايي چارواکو ویلي، چې یو هوايي بېړۍ وړونکی ناو او ملاتړې جنګي بېړۍ سیمه کې حضور لري؛ ترڅو د امریکا دفاعي وړتیا او احتمالي پوځي انتخابونه پیاوړي شي.
بل پلو د دې څرګندونو غبرګون کې ایراني چارواکو خبرداری ورکړی، چې پر ایران هر ډول برید به «د بشپړې جګړې» په توګه تعبیر شي.




