د نړۍوالو رسنیو په راپورونو کې راغلي چې اسرایلو پر ایران د تازه بریدونو کولو لپاره له امریکا څخه د مرستې غوښتنه کړې خو له هغې خوا نه رد شوې ده.
د سرچېنو د مالوماتو له مخې اسرایلو د ایران د اټومي پروګرام د ختمولو لپاره امریکا ته د مرستې لاس اوږد کړی خو د ډونالډ ټرمپ د حکومت لخوا يې دا غوښتنه بیرته رد شوې ده.
د امریکایې رسنیو لخوا په خپرو شوو راپورونو کې راغلي چې ایران دې د امریکا لخوا د اسرایلو د یادې غوښتنې د ردولو په پایله کې د دغه هېواد شتمنۍ او نظامي تجهیزات نه په نښه کوي.
بل پلو د اسرایلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو خبر ورکړی چې له ایران سره د جګړې په لومړي سر کې یې له ډونالډ نه د مرستې ډاډ ترلاسه کړی و خو اوس یې سپینې ماڼۍ دغه غوښتنه رد کړې ده.
له دې وړاندې ایراني چارواکو ویلي وو چې اسرایلو په دغه هېواد د امریکا په ملاتړ بریدونه ترسره کړي دي او خبر یې ورکړی و چې دوی به په کوربنو هېوادونو کې د امریکا اډې او نظامي تجهیزات هم به نښه کړي.
د یادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه کې هم امریکایې چارواکو ویلي وو چې له اسرایلو سره پر ایران برید کې یې هیڅ مرسته نه ده کړې او ایران باید له اټومي مذاکراتو شاته نشي.




