امریکا خپلو وګړو ته: منځني ختیځ او د نړۍ هر ځای کې احتیاط وکړئ
د امریکا متحده ایالاتو خپلو وګړو ته په ټوله نړۍ، په ځانګړي ډول منځني ختیځ کې، د احتیاط سپارښتنه کړې ده.د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، په سیمه کې د وروستیو بدلونونو له امله به د ځینو هوايي ډګرونو چارې په موقت ډول وځنډول شي. دغه وزارت ټینګار کړی، چې ایران په منځني ختیځ کې د امریکا پر تاسیساتو بریدونه کړي او…
2026-03-23 03:41 189۱ دقیقې لوستل
د امریکا متحده ایالاتو خپلو وګړو ته په ټوله نړۍ، په ځانګړي ډول منځني ختیځ کې، د احتیاط سپارښتنه کړې ده.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، په سیمه کې د وروستیو بدلونونو له امله به د ځینو هوايي ډګرونو چارې په موقت ډول وځنډول شي.
دغه وزارت ټینګار کړی، چې ایران په منځني ختیځ کې د امریکا پر تاسیساتو بریدونه کړي او ښايي چې امریکايي وګړي هم په بېلابېلو سیمو کې په نښه شي.
دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي، چې د امریکا، ایران او اسرا.... ترمنځ ترینګلتیاوې د پراخېدو په حال کې دي.
لیکوال/اېډېټر:
Nazo omari

Nazo omariنازو عمري په رسنيو کې د کار درې کلنه تجربه لري.
هغه اوسمهال د کوه نور نيوز خبرياله ده او په بېلابېلو سياسي او ټولنیزو موضوعاتو خبرونه او راپورونه جوړوي.