د امریکا ولسمشر ډونالډ د یوه ځانګړي فرمان په صادرولو سره ویلي، د دغه هېواد لخوا به سر ننه " د اسد میاشتې له ۱۷" د افغانستان پر وارداتو ۱۵ سلنه تعرفې ولګوي.
د امریکا ولسمشر نن نه یواځې د افغانستان پر وارداتو؛ بلکې د نورو لسګونو هېوادونو پر وارداتو هم د تعرفو د لوړوالي پلان عملي کوي.
ټرمپ په دغه اجرایې فرمان کې د افغانستان پر وارداتو لګول شوې ۱۰ سلنه تعرفه ۱۵ سلنې ته لوړه کړې ده چې دغه اقدام به یې سر نن ورځې نه عملي شي.
بل پلو د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ خونې ویلي، د امریکا دغه اقدام کولی شي د دواړه هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر اړیکو اغېز وکړي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ خونې د ډونالډ ټرمپ دې اقدام ته اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې که څه هم د امریکا او افغانستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې دومره پراخې نه دي؛ خو د ټرمپ دا اقدام د دواړو هېواد ترمنځ پر سوداګریزو اړیکو اغېز کولای شي.
د صنعت او سوداګرۍ خونې مشر خان جان الکوزي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي: "تېر کال افغانستان امریکا ته شاوخوا ۹ میلیونه امریکایي ډالر صادرات درلودل، او په بدل کې یې د ۱۴ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي له هغه هېواده وارد کړي دي. ځینې توکي لکه غالۍ، لاسي صنایع، او ځینې انتیک وسایل امریکا ته صادرېږي، چې مخکې پرې تعرفه کمه وه، اوس دا تعرفه لوړه شوې ده، زما په اند دا به دغه سوداګري تر یوه حده کمزورې کړي."
د یادونې وړ ده چې د افغانستان او هند ترمنځ هم سوداګریزې اړیکې د روان کال د اپریل میاشتې په ۲۴ مه د هند تر ولکې لاندې کشمیر په پاهلګام کې تر مرګوني برید او له دې امله د هند او پاکستان د اړیکو د خرابوالي له امله زیامنې شوې دي.




