کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

امریکا د ایران د نفتو د راکړې ورکړې په اړه نوې عمومي جواز صادر کړی

د امریکا د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر اعلان کړی، چې هغه پخوانی عمومي جواز، چې د جون په ۲۱مه د ایران د نفتو او پتروشیمیاوي محصولاتو د پلور لپاره صادر شوی و، لغوه کړی او پر ځای یې نوی عمومي جواز (X1) صادر کړی دی.  په نوي جواز کې راغلي ،چې امريکا به د ۱۰ ورځو په موده کې ټولې هغه معاملې پای ته ورسوي چې…

2026-07-07 21:35 162۱ دقیقې لوستل
امریکا د ایران د نفتو د راکړې ورکړې په اړه نوې عمومي جواز صادر کړی

د امریکا د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر اعلان کړی، چې هغه پخوانی عمومي جواز، چې د جون په ۲۱مه د ایران د نفتو او پتروشیمیاوي محصولاتو د پلور لپاره صادر شوی و، لغوه کړی او پر ځای یې نوی عمومي جواز (X1) صادر کړی دی.

 په نوي جواز کې راغلي ،چې امريکا به د ۱۰ ورځو په موده کې ټولې هغه معاملې پای ته ورسوي چې مخکې یې د ایران د خامو نفتو، پتروشیمیاوي محصولاتو او د ایران د اصله نفتي محصولاتو سپارل او پلور مجاز بلل.

په نوي جواز کې همدارنګه ټینګار شوی، چې متحده ایالات به له نن، د ۲۰۲۶ کال د جولای له ۷مې نېټې څخه، د ایران د اصله خامو نفتو، پتروشیمیاوي محصولاتو او نورو نفتي محصولاتو هېڅ نوې معامله، د پېرود او بارولو په ګډون، مجازه ونه ګڼي.

لیکوال/اېډېټر: Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai

فرمان سهار د کوه نور خبريال دی او په رسنیو کې د کار کولو دوه کلنه تجربه لري. سهار د لغمان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغ دی او اوسمهال کوه نور خبري اژانس لپاره په سياسي او ټولنیزو مسايلو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب