کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

امریکا د غزې د بیا رغونې نوې طرحه وړاندې کړه

خبرياله: نازو عمري  امریکا د غزې د ورانې سیمې د بیا ودانولو لپاره خپل پلان اعلان کړ. دا پلان ښيي چې د مدیترانې سمندر غاړې په اوږدو کې به لوړپوړې ودانۍ جوړې شي او په رفح سیمه کې به نوې استوګنیزې ښارګوټي رامنځته شي. د پلان نقشه ښيي؛ چې د دوه اعشاریه یو میلیونه خلکو لپاره به استوګنیزې، صنعتي او کرنیزې سیمې په پړاوونو…

2026-01-23 02:42 50۱ دقیقې لوستل
امریکا د غزې د بیا رغونې نوې طرحه وړاندې کړه

خبرياله: نازو عمري 

امریکا د غزې د ورانې سیمې د بیا ودانولو لپاره خپل پلان اعلان کړ.

دا پلان ښيي چې د مدیترانې سمندر غاړې په اوږدو کې به لوړپوړې ودانۍ جوړې شي او په رفح سیمه کې به نوې استوګنیزې ښارګوټي رامنځته شي.

د پلان نقشه ښيي؛ چې د دوه اعشاریه یو میلیونه خلکو لپاره به استوګنیزې، صنعتي او کرنیزې سیمې په پړاوونو کې پراخیږي.

 د بیا رغونې لومړنۍ پړاو به له رفح پیلېږي او وروسته به شمال ته د غزې ښار پر لور وغځېږي.

په نقشه کې ځانګړې شوې سیمه د “ساحلي ګرځندوی” په نوم ښودل شوې، چې پکې به ۱۸۰ لوړپوړې ودانۍ، صنعتي کمپلکسونه، معلوماتي مرکزونه، پرمختللي فابریکې، پارکونه او ورزشي تاسیسات شامل وي. 

د غه راز مصر پولې ته نږدې به نوی سمندري بندر او هوایي ډګر جوړ شي، او د مصر او اسرائیل پولو سره نږدې به درې اړخیزه تګ‌راتګ سیمه وي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب