د امریکا عدلیې وزارت خبر ورکړی چې د پناه غوښتونکو د منلو بهیر ښایي د میاشتو لپاره وځندېږي.
د واشنګټن پوسټ د خبر له مخې، د امریکا عدلیې وزارت سیاټل محکمې ته د یوه غوښتنلیک په لېږلو سره ویلي چې د کډوالو د منلو په پروګرام کې د لویو خنډونو له امله کېدای شي دغه بهیر خپل عادي حالت ته د راستنېدو لپاره څو میاشتې وخت ونیسي.
یاد وزارت په دغه پروګرام کې د ځنډ لامل د دغه بهیر په جوړښت کې ستونزې او د بهرنیو چارو وزارت امنیتي څېړنې په ګوته کړې دي.
د بشري حقونو یوې ډلې واشنګټن پوسټ ته ویلي، نه یوازې دا چې د ټرمپ ادارې کړنو د محکمې حکم په پلي کېدو کې ځنډ رامنځته کړی؛ بلکې په حقیقت کې یې د پناه غوښتونکو د منلو پروګرام ګډوډ کړی دی.
بل خوا تېره ورځ د امریکا د استازو جرګې د قوانینو کمیټې د افغان متحدینو لپاره ۲۰زره د کډوالۍ ځانګړې ویزې او د یاد پروګرام د دوه کلن تمدید مادې د دغه مجلس له پرېکړه لیک څخه اېستلې دي.
د ویلو ده، زرګونه کډوال د هغو افغانانو په ګډون چې په افغانستان کې د جمهوري نظام له نسکورېدو وروسته په امریکا کې د بیا مېشتېدو لپاره په تمه دي لا هم په ناورین سره په درېیمو هېوادونو کې شپې سبا کوي.




