کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

امریکا د څه باندې ۱۴‌زره افغانانو د لنډمهالي خوندیتوب اقامت اسناد لغوه کړل

امریکا د کورني امنیت وزارت اعلان کړی چې په یاد هېواد کې له ۱۴ زرو او۶۰۰ افغانانو د استوګنې قانوني موده پای ته رسېدلې چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې د افغانستان د بحراني وضعیت له امله په دغه هېواد کې مېشت شوي وو. ویل کېږي چې دا افغانان به د ۲۰۲۵ له مې میاشتې وروسته له امریکا څخه وایستل شي. د امریکا د کورني امنیت وزیرې، «کر…

2025-04-11 20:36 92۱ دقیقې لوستل
امریکا د څه باندې ۱۴‌زره افغانانو د لنډمهالي خوندیتوب اقامت اسناد لغوه کړل

امریکا د کورني امنیت وزارت اعلان کړی چې په یاد هېواد کې له ۱۴ زرو او۶۰۰ افغانانو د استوګنې قانوني موده پای ته رسېدلې چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې د افغانستان د بحراني وضعیت له امله په دغه هېواد کې مېشت شوي وو.

ویل کېږي چې دا افغانان به د ۲۰۲۵ له مې میاشتې وروسته له امریکا څخه وایستل شي.

د امریکا د کورني امنیت وزیرې، «کریستی نوم» ویلي چې افغانستان نور د دې ملاتړ د دوام لپاره په شرایطو نه دی برابر.

بلخوا د بشري حقونو بنسټونه او د پناه غوښتونکو ملاتړې ادارې ټینګار کوي چې د افغانستان وضعیت لا هم بحراني دی او کډوالو ته بېرته ستنیدل د هغوی ژوند له خطر سره مخ کولی شي.

د پنا غوښتنې نړیوال سازمان مشرې «کریش اومارا ویگناراجا» ټینګار کړی: “افغانستان لا هم د طالبانو تر واک لاندې دی، اقتصاد یې سقوط کړی او یو جدي بشري بحران پکې روان دی. دا پرېکړه نه یوازې خطرناکه ده، بلکې هېڅ توجیه نه لري.”

د ویلو ده چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر میاشت کې د افغانستان د حکومت له سقوط او د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته له ۸۰ زرو څخه ډېر افغانان امریکا ته ولېږدول شول.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب