د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اعلان کړی چې دوی په امریکا کې د هغه چینایې محصلینو وېزې لغوه کوي چې د چین له کمونیست ګوند سره اړیکې لري او یا په حساسو رشتو کې زده کړې کوي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو پرون(چهارشنبه، د غبرګولي اتم)ویلي چې یاد وزارت به د وېزو د کره والي په موخه په راتلونکي کې د چین او هانګ کانګ له خوا د ټولو وېزو غوښتنلیکونه اصلاح کړي.
روبیو ویلي «د امریکا د بهرنیو چارو وزارت به د کورني امنیت وزارت د چیني زدهکړیالانو لپاره د ویزې په جدي لغو کولو کې همکاري وکړي.»
د رویټزر د مالوماتو له مخې امریکا کې د چینایې محصلینو شمېر په ۲۰۲۴ کال کې له نږدې ۳۷۰ څخه نږدې ۲۷۷ تنو ته راکم شوی دی چې د محصلینو دغه کموالی د نړۍ د دوه لویو اقتصادونو ترمنځ د کړکېچ د ډېروالي له امله رامنځته شوی دی.
باید وویل شي چې تر اوسه په واشنګټن کې د چین سفارت په دې اړه خپل دریځ نه دی څرګند کړی.




