ڪابل (کوه نور، ۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴۰: د رویټرز خبري اژانس د راپور پر اساس، امریکا سوریه کې پر امریکایي ځواکونو د برید غبرګون کې د داعش مرکزونه په نښه کړي دي.
د امریکا د جنګ وزیر پیټ هیګسټ ویلي، دې بریدونو کې یې سوریه کې د داعش ۱۷۰ مرکزونه، وسلې او نور مهم تاسیستت له منځه وړي دي.
د هیګسټ پر وینا، دا بریدونه د جنګ پیل نه؛ بلکې د غچ عملیاتو خبرداری وو.
امریکایي ځواکونو سوریه کې دا بریدونه په داسې حال کې ترسره کړي، چې تېره پنج شنبه د سوریې پالمیرا ښار کې د یوه برید پایله کې دوه امریکایي پوځیان او یو ځایي ژباړن ووژل شول.




