خبریاله: نازو عمري
د امریکا پوځ (سېنټکام) اعلان کړی ،چې د داعش پر ضد یې په سوریه کې پراخ هوايي بریدونه کړي دي. دا بریدونه د "هاکای" عملیاتو برخه دي، چې د داعش له خوا د ډسمبر پر ۱۳ نېټه پر امریکايي ځواکونو د خونړي برید غچ ګڼل کېږي.
سېنټکام ویلي، دا بریدونه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په امر ترسره شوي، ترڅو د ترهګرۍ پر ضد مبارزه وشي او هم یې امریکايي او متحدین خوندي وساتل شي.
دا بریدونه د داعش د وسلو مرکزونو او بنسټیزو تاسیساتو پر ضد ترسره شوي.
سېنتکام زیاتوي چې امریکايي او اردني ځواکونو دسوريې په مرکزي برخه کې د داعش ٧٠ موخې په نښه کړي دي خو لا تر اوسه د مرګژوبلې یا کره ځایونو معلومات نهدي خپاره شوي .
د امریکا د دفاع وزیر پېټ هېګسېټ ویلي، "موږ نه هېرو، نه شاته ته ځو" "دا د غچ اعلان دی، نه د جګړې پیل".
داپداسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو ویلي، وو داعش دامهال په سوريه او عراق کې له ۵۰۰۰ تر ۷۰۰۰ وسله وال لري.




