کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

امریکا له اوکراین سره د روسیې د تاسیساتو په نښه کولو ملاتړ کړی

کابل (کوه نور، ۱۰ مېزان ۱۴۰۴): د امریکا متحده ایالاتو پرېکړه کړې، چې د استخباراتي معلوماتو په برابرولو سره له اوکراین سره مرسته کوي؛ ترڅو د روسیې د نفتو او برېښنا تاسیسات په نښه کړي. وال‌ستریټ ژورنال د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې دا ګام به کییف ته اجازه ورکړي؛ ترڅو د روسیې تصفیوي فابریکې، د نفتو پایپ‌لاین…

2025-10-01 23:26 143۲ دقیقې لوستل
امریکا له اوکراین سره د روسیې د تاسیساتو په نښه کولو ملاتړ کړی

کابل (کوه نور، ۱۰ مېزان ۱۴۰۴): د امریکا متحده ایالاتو پرېکړه کړې، چې د استخباراتي معلوماتو په برابرولو سره له اوکراین سره مرسته کوي؛ ترڅو د روسیې د نفتو او برېښنا تاسیسات په نښه کړي.

وال‌ستریټ ژورنال د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې دا ګام به کییف ته اجازه ورکړي؛ ترڅو د روسیې تصفیوي فابریکې، د نفتو پایپ‌لاینونه او برېښناکوټونه په نښه کړي، څو د کرملین مالي سرچینې د جګړې د دوام لپاره محدودې شي.

د راپور له مخې، امریکایې چارواکو د ناټو له متحدانو هم غوښتي، چې ورته ملاتړ له اوکراین څخه وکړي.

په همدې حال کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر اروپايي هېوادونو فشار راوړی، چې د روسیې د نفتو پېرودل بند کړي او دی چمتو دی، چې د دې په بدل کې پر مسکو سخت بندیزونه ولګوي.

دا تحول په داسې حال کې رامنځته کېږي چې واشنګټن د اوږد واټن وسلو او په ځانګړي ډول توماهاک توغندیو د اوکراین ته د لېږلو ارزونه هم کوي.

بل پلو، کرملین د امریکا فشارونه رد کړي او ویلي یې دي، چې هېوادونه لکه ترکیه خپله پرېکړه کوي، چې له روسیې کوم توکي پېرودلی شي.

په همدې حال کې، د جې۷ ډلې د چهارشنبې په ورځ اعلان کړی، چې هغه هېوادونه او ادارې به په نښه کړي، چې د روسیې د نفتو پېرودل ډېر کړي یا د بندیزونو په تېریدو کې مرسته کوي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب