کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

امریکا له اوکراین سره د نظامي تجهیزاتو مرسته وغځوله

د امریکا دفاع وزیر لویډ آسټین د جمعې په ورځ واشنګټن ډي سي کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې د اوکراین دفاعي تماس ډلې سره د شپږ میلیارده ډالرو په ارزښت نظامي تجیزاتو مرسته اعلان کړه. لویډ آسټین وویل، دا د امنیتي مرستې تر ټولو لویه بسته ده چې موږ یې له اوکراین سره ژمنه کړې ده. هغه زیاته کړه، په دغو مرستو کې د هوایی دفاعي سیس…

2024-04-26 20:29 91۱ دقیقې لوستل
امریکا له اوکراین سره د نظامي تجهیزاتو مرسته وغځوله

د امریکا دفاع وزیر لویډ آسټین د جمعې په ورځ واشنګټن ډي سي کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې د اوکراین دفاعي تماس ډلې سره د شپږ میلیارده ډالرو په ارزښت نظامي تجیزاتو مرسته اعلان کړه.

لویډ آسټین وویل، دا د امنیتي مرستې تر ټولو لویه بسته ده چې موږ یې له اوکراین سره ژمنه کړې ده.

هغه زیاته کړه، په دغو مرستو کې د هوایی دفاعي سیسټمونو لپاره د مهمو مداخلو ترڅنګ د ډرون ضد سیسټمونه، نظامي تجهیزات، توپخانې مهمات، او هوا ته د ځمکني وسلو او ساتنې مهمات شامل دي.

اسټین وایي، امریکا په پام کې لري چې اوکراین ته د اوږدمهاله وسلو او تجهیزاتو اکمالات چمتو کړي.

دا مرسته په داسي حال کې کېږي چې امریکا له دغه هېواد سره له دې وړاندې هم د یو ملیارده ډالرو مرستې بسته اعلان کړې وه.

خبرياله: خاطره اکبري

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب