کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

امریکا له تایوان سره د څه پاسه ۱۱ میلیارده ډالرو په ارزښت د وسلو معامله ترسره کوي

خبریال: فرمان الله زبیرزی  د امریکا متحده ایالاتو د جنګ وزرات خبر ورکړی، چې له تایوان سره د ۱۱.۱ میلیاردو ډالرو په ارزښت د وسلو د پلور معامله ترسره کوي.  د امریکا د دفاعي همکاریو ادارې ویلي، له تایوان سره د وسلو په دې معامله کې د «هارپون» توغندیو د مهماتو سیستمونه او د «جاولین» توغندي…

2025-12-18 04:12 154۱ دقیقې لوستل
امریکا له تایوان سره د څه پاسه ۱۱ میلیارده ډالرو په ارزښت د وسلو معامله ترسره کوي

خبریال: فرمان الله زبیرزی

 د امریکا متحده ایالاتو د جنګ وزرات خبر ورکړی، چې له تایوان سره د ۱۱.۱ میلیاردو ډالرو په ارزښت د وسلو د پلور معامله ترسره کوي.

 د امریکا د دفاعي همکاریو ادارې ویلي، له تایوان سره د وسلو په دې معامله کې د «هارپون» توغندیو د مهماتو سیستمونه او د «جاولین» توغندي شامل دي.

 د تایوان د ولسمشرۍ دفترویلي، موږ له متحده ایالاتو څخه د وسلو د دې معاملې د منظورۍ په خاطر مننه کوو، چې تایوان سره په دې  سخت وخت کې ولاړ دي.

د تایوان د ولسمشرۍ دفتر زیاتوي، د تایوان په تنګي کې سوله او ثبات د نړیوالې ټولنې د امنیت او سوکالۍ لپاره نه‌جلا کېدونکي ارزښتونه دي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب