کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

امریکا: منځني ختیځ کې پوځي اقدام ته هم چمتو یوو

  د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټین ویلي چې په منځني ختیځ کې د جګړې له زیاتېدو سره ان پوځي اقداماتو ته هم چمتو دي. نوموړي له « سي بي ایس» امریکايي ټلویزون سره په مرکه کې ویلي چې واشنګټن په جګړه ییز حالت کې له خپل ځان څخه دفاع ته چمتو دی او په دې برخه کې به هيڅ وخت زړه نازړه نه شي. اسټین زیاته کړې چې دوی…

2023-10-22 18:57 121۱ دقیقې لوستل
امریکا: منځني ختیځ کې پوځي اقدام ته هم چمتو یوو

 

د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټین ویلي چې په منځني ختیځ کې د جګړې له زیاتېدو سره ان پوځي اقداماتو ته هم چمتو دي.

نوموړي له « سي بي ایس» امریکايي ټلویزون سره په مرکه کې ویلي چې واشنګټن په جګړه ییز حالت کې له خپل ځان څخه دفاع ته چمتو دی او په دې برخه کې به هيڅ وخت زړه نازړه نه شي.

اسټین زیاته کړې چې دوی خبرې د حل لاره ګڼي؛ خو د جګړې د ګټلو لپاره پوځي اقدامات هم نه هېروي.

هغه دغه راز دا وېره هم ښودلې چې په منځني ختیځ کې به پر امریکايي پوځیانو بریدونه زیات شي؛ خو دا یې نه ده واضح کړې چې دا بریدونه به څوک کوي.

نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغې کوي چې څو ورځې وړاندې یې د اسرائیلو له لومړي وزیر ته  د حماس ډلې پر وړاندې د هر ډول نظامي وسلو د ورکړې ډاډ ورکړی وو.

لیکوال/اېډېټر: Shafiq Anzoor
Shafiq Anzoor
Shafiq Anzoor

د کوه نور خبري اژانس د پښتو برخې خبريال

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب