کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

امریکا وینزویلا کې د عملیاتو نوې مرحله پیلوي

کابل (کوه نور، ۲ لیندۍ ۱۴۰۴): رویټرز خبري آژانس ویلي، د متحده ایالاتو حکومت به په راتلونکو ورځو کې په وینزویلا کې د عملیاتو نوې مرحله پیل کړي؛ ترڅو د دغه هېواد پر ولسمشر نیکولاس مادورو فشار ډېر کړي. رویټرز د شنبې په شپه د خپلو سرچینو له خولې راپور ورکړی، چې د دغو اقداماتو لومړۍ برخه ښايي پټه عملیات وي؛ خو تر اوسه د هغو…

2025-11-22 22:06 210۱ دقیقې لوستل
امریکا وینزویلا کې د عملیاتو نوې مرحله پیلوي

کابل (کوه نور، ۲ لیندۍ ۱۴۰۴): رویټرز خبري آژانس ویلي، د متحده ایالاتو حکومت به په راتلونکو ورځو کې په وینزویلا کې د عملیاتو نوې مرحله پیل کړي؛ ترڅو د دغه هېواد پر ولسمشر نیکولاس مادورو فشار ډېر کړي.

رویټرز د شنبې په شپه د خپلو سرچینو له خولې راپور ورکړی، چې د دغو اقداماتو لومړۍ برخه ښايي پټه عملیات وي؛ خو تر اوسه د هغو عملیاتو دقیق وخت نه دی معلوم شوی.

له بلې خوا، سپینې ماڼۍ او پنټاګون تر دې دمه په دې اړه له تبصرې کولو ډډه کړې ده.

د راپورونو له مخې، مادورو، چې له ۲۰۱۳ کال راهیسې په وینزوېلا هېواد کې واکمن دی، څو ځله یې ویلي، چې د وینزویلا خلک او پوځ به د امریکا د هر ډول اقدام پر وړاندې مقاومت وکړي.

باید وویل شي، چې دغه اقدامات داسې مهال ترسره کېږي چې واشنګټن هڅه کوي د «سولیس» کارټل د یو بهرني ترهګریز سازمان په توګه اعلان کړي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب