کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

امریکا پاکستان ته استازي لېږي؛ خو ایران له مخامخ خبرو انکار کړی

رويټرز خبري اژانس ويلي، د امریکا مذاکره کوونکی پلاوی چې ټاکل شوې، نن ماښام  اسلام‌اباد ته سفر وکړي؛ خو ایران ویلي چې له امریکايي چارواکو سره به مخامخ ونه ګوري، بلکې خپل دریځ به د پاکستاني منځګړو له لارې ورسوي. په راپور کې راغلي، چې تمه کېږي د امریکا استازی سټیف ویتکاف او جېرډ کوشنر د ایران د بهرنیو چارو له وز…

2026-04-25 07:01 79۱ دقیقې لوستل
امریکا پاکستان ته استازي لېږي؛ خو ایران له مخامخ خبرو انکار کړی

رويټرز خبري اژانس ويلي، د امریکا مذاکره کوونکی پلاوی چې ټاکل شوې، نن ماښام  اسلام‌اباد ته سفر وکړي؛ خو ایران ویلي چې له امریکايي چارواکو سره به مخامخ ونه ګوري، بلکې خپل دریځ به د پاکستاني منځګړو له لارې ورسوي.

په راپور کې راغلي، چې تمه کېږي د امریکا استازی سټیف ویتکاف او جېرډ کوشنر د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره خبرې وکړي، چې له وړاندې د پاکستان پلازمېنې ته رسېدلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ توتریخوالی لا هم دوام لري، چې ایران د هرمز تنګی تړلی او امریکا د ایران د تېلو صادرات بند کړي، چې له امله یې نړۍ کې انرژۍ بیې لوړې شوې دي.

لیکوال/اېډېټر: Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai

فرمان سهار د کوه نور خبريال دی او په رسنیو کې د کار کولو دوه کلنه تجربه لري. سهار د لغمان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغ دی او اوسمهال کوه نور خبري اژانس لپاره په سياسي او ټولنیزو مسايلو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب