کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

امریکا په بین‌المللي اوبو کې د نشه‌يي توکو یوه بله کښتۍ هدف ګرځولې

کابل (کوه نور ۸ عقرب ۱۴۰۴): د امریکا د جنګ وزیر پیټ هېګسېت، ویلي، د امریکا پوځ د الوتکې برید په واسطه یوه هغه کښتۍ ویشتلې، چې ګمان کېږي د نشه‌يي توکو د قاچاق لپاره کارېدله. د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، دا برید د پاسیفیک سمندر په ختیځو بین‌المللي اوبو کې شوی دی. ټاس د امریکا د جنګ وزیر له قوله لیکلي، نن ور…

2025-10-30 00:31 190۲ دقیقې لوستل
امریکا په بین‌المللي اوبو کې د نشه‌يي توکو یوه بله کښتۍ هدف ګرځولې

کابل (کوه نور ۸ عقرب ۱۴۰۴): د امریکا د جنګ وزیر پیټ هېګسېت، ویلي، د امریکا پوځ د الوتکې برید په واسطه یوه هغه کښتۍ ویشتلې، چې ګمان کېږي د نشه‌يي توکو د قاچاق لپاره کارېدله.

د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، دا برید د پاسیفیک سمندر په ختیځو بین‌المللي اوبو کې شوی دی.

ټاس د امریکا د جنګ وزیر له قوله لیکلي، نن ورځ، د ولسمشر ټرمپ په لارښوونه، د جنګ وزارت یوه بله مرګونې حمله پر داسې کښتۍ ترسره کړې، چې یوه ترهګر سازمان یې چلوله او د نشه‌يي توکو د قاچاق پر مهال نیول شوې وه.

هېګسېت زیاته کړې، استخباراتي معلوماتو ښودلې، چې یاده کښتۍ د نشه‌يي توکو پر یو پېژندل شوي قاچاقي لوري روانه وه او نشه‌يي توکي یې لېږدول.

هغه ویلي، د برید پر مهال کښتۍ کې څلور نارینه «د نشه‌يي توکو قاچاق کوونکي» وو، چې ټول وژل شوي دي.

د نوموړي پر وینا، په برید کې امریکايي ځواکونو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.

دا خبر په داسې حال کې ورکول کېږي، چې نیویارک ټایمز په اګست کې راپور ورکړی و، چې ولسمشر ټرمپ پټ اسنادونه لاسلیک کړي، چې له مخې یې د لاتینې امریکا د ځینو نشه‌يي توکو کارټلونو پر ضد د پوځ د کارونې اجازه ورکول شوې وه.

باید وویل شي، چې له دې وروسته، امریکا نورو سرتېرو ته د کارابین سیمې ته د استولو امر کړی او په کارابین او ختیځ پاسیفیک کې یې د نشه‌يي توکو پر کښتيو بریدونه پیل کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکایې ځواکونو څو ورځې وړاندې هم ارام سمندر کې د نشه یې توکو قاچاق کوونکې کښتۍ په نښه کړې وه.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب