خبريال: فرمان الله زبيرزی
د نړۍ والو رسنیو د راپورونو پر اساس د امریکا د مرکزي قومندانۍ (CENTCOM) لوړپوړی قومندان دا مهال په بحرین کې حضور لري او په بېلابېلو سیمو کې غیرمعمولي پوځي فعالیتونه ډېروي.
راپورنو کې راغلي، امریکا د یونان په هوايي حریم کې او همدارنګه د یونان او قبرس اړوند تحرکات، د پرانیستو استخباراتي سرچینو څارونکي (OSINT) معلومات ښایې چې دا د امریکا د خپل پوځ بیا ځای پر ځای کېدو د پټولو احتمالي هڅې کوي.
د څارنې او استخباراتي د معلوماتو پر اساس، دامریکا الوتکو RQ-4 Global Hawk او P-8A Poseidon پرلهپسې الوتنې د څارنې د شدت زیاتوالی او په ټول منځني ختیځ کې د احتمالي عملیاتو لپاره د چمتووالي نښې دي.
بل خوا ښایې چې اسرئیل راتلونکي د ۷۲ ساعتونو په جریان کې یو ځل بیا پر ایران برید وکړي.
پر ایران د هدف ګرځولو پلانونه تصویب کړي او راتلونکي ۷۲ ساعته پرېکړه کوونکې بلل شوي دي.
په همدې کې د اسرائیلو پخواني لومړي وزیر نفتالي بېنېټ یو مبهم پیغام خپور کړی او ویلي یې دي، چې د چټکو بدلونونو تر سیوري لاندې یې اټکلونه لا پسې زیات کړي دي.




