د امریکا د کلیفورنیا ایالت د لاس انجلس ښار په شمال او لوېدیځ کې په څو ځنګلي سیمو کې د اورلګېدنې په پایله کې دوه کسان وژل شوي، لسګونه نور ټپیان دي او تر ۱۰۰ زرو ډېر کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
دغه ځنګلي اور د دغه ښار په تاریخ کې بېمخینې بلل شوی.
دا اور سېشنبه لومړی مالیبو غونډیو ته څېرمه په یوه غرنۍ ځنګلي سیمه کې لګېدلی و؛ خو وروسته د سختو بادونو او سیلیو له کبله نورو سیمو ته خپور شو.
چارواکو ویلي، د سانتا مونیکا او مالیبو د ساحلي ښارونو ترمنځ د پاسیفیک پالیسډز په لوړه سیمه کې بېشمېره ودانۍ ویجاړې شوې او نږدې ۳ زره جریبه ځمکه سوځېدلې ده.




