کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

امریکا کې د ډونالډ ټرمپ او ایلان ماسک پر ضد زرګونه خلکو مظاهره کړې

د نړۍوالو رسنیو د راپورونو په اساس په امریکا متحده ایالاتو کې د یاد هېواد د ولسمشر ډونالډ ترمپ او د دولت د مؤثریت څانګې ریئس او میلیادر ایلان ماسک پر ضد زرګونه خلک مظاهرې ته راوتلي دي. په راپورونو کې راغلي دا لاریونه هغه مهال رامنځته شول چې ټرمپ په ناڅاپي توګه د حکومت په چارو کې بدلونونه رامنځته کړل. مظاهره کوونکي وایې…

2025-04-05 23:50 130۱ دقیقې لوستل
امریکا کې د ډونالډ ټرمپ او ایلان ماسک پر ضد زرګونه خلکو مظاهره کړې

د نړۍوالو رسنیو د راپورونو په اساس په امریکا متحده ایالاتو کې د یاد هېواد د ولسمشر ډونالډ ترمپ او د دولت د مؤثریت څانګې ریئس او میلیادر ایلان ماسک پر ضد زرګونه خلک مظاهرې ته راوتلي دي.

په راپورونو کې راغلي دا لاریونه هغه مهال رامنځته شول چې ټرمپ په ناڅاپي توګه د حکومت په چارو کې بدلونونه رامنځته کړل.

مظاهره کوونکي وایې ټرمپ او ماسک هڅه کوي چې د امریکا بشپړ واک تر لاسه او یاد هېواد له خوښې سره سم جوړ کړي.

د یادونې وړ ده چې ډونالډ ټرمپ له هغه وخته چې په امریکا کې یې د ولسمشرۍ دویمه دوره پیل کړې زرګونه دولتي پوسټونه لغوه کړي او ډېرې دولتي ادارې یې کوچنۍ کړي دي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب