کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

امریکا کې د ژمي د سخت طوفان ډیون له امله له ۱۵۰۰ ډېرې الوتنې لغوه شوي

ڪابل (ڪوه نور، ۶ جدي ۱۴۰۴): د امریکا د هوا پېژندنې ملي ادارې خبرداری ورکړی، چې د ژمي طوفان "ډیون" به د امریکا په منځني لویدیځ او شمال ختیځ کې د سفر خطرناکو شرایطو او سختې واورې سبب شي. د الجزیرې په راپور کې راغلي، د جمعې په ورځ له ۴۰ میلیونه ډېر امریکایانو ته د ژمي د طوفان خبرداری ورکول  شوی وو او لږ تر لږه ۳۰ میل…

2025-12-26 22:36 138۲ دقیقې لوستل
امریکا کې د ژمي د سخت طوفان ډیون له امله له ۱۵۰۰ ډېرې الوتنې لغوه شوي

ڪابل (ڪوه نور، ۶ جدي ۱۴۰۴): د امریکا د هوا پېژندنې ملي ادارې خبرداری ورکړی، چې د ژمي طوفان "ډیون" به د امریکا په منځني لویدیځ او شمال ختیځ کې د سفر خطرناکو شرایطو او سختې واورې سبب شي.

د الجزیرې په راپور کې راغلي، د جمعې په ورځ له ۴۰ میلیونه ډېر امریکایانو ته د ژمي د طوفان خبرداری ورکول  شوی وو او لږ تر لږه ۳۰ میلیونه نورو ته په کلیفورنیا کې د سېلاب یا طوفان خبرداری رسېدلی و، هلته چې د "اتموسفیر سیند" په نوم یوه قوي باراني جبهه به ډېر باران راوړي.

سرچینې وړاندې لیکلي، تمه کېږي، چې د امریکا تر ټولو لوی ښار، نیویارک، د جمعې شپې تر پایه پورې تر ۲۵۰ میلی‌متره "۱۰ انچه" پورې واوره ووهي، چې دا به په تېرو څلورو کلونو کې تر ټولو زیاته واوره وي. 

الجزیرې د امریکا د هوا پېژندنې ادارې له قوله لیکلي، د هوا درجه به د اوونۍ په پای کې ټیټه شي، ځکه د یخنۍ یوه سخته څپه له کاناډا څخه راکوزېږي.

په همدې حال کې د نیویارک جان ایف کینیډي هوايي ډګر، نیویارک لیبرټي نړۍوال هوايي ډګر او لاګوارډیا هوايي ډګر له مسافرو غوښتي، چې د احتمالي ځنډ یا الوتنو د لغوه کېدو لپاره دې چمتو وي.

بل پلو د امریکا د الوتنې څار ویب پاڼې ویلي، د ټولو لغوه شویو یا ځنډېدلو الوتنو نیمایي څخه زیاتې یوازې په یادو دریوو هوايي ډګرونو کې رامنځته شوې دي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب