کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

امریکا کې یو شمېر افغان کډوال د کریسمس او نوي کال پر ورځو احضار شوي

په امریکا کې د کډوالۍ چارواکو یو شمېر افغان پناه‌غوښتونکي د کریسمس او نوي کال په رسمي رخصتېوکې د اسنادو سپارلو او ارزونې لپاره احضار کړي دي.د «بلومبرګ» د راپور له مخې، د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې یاد افغانان د لیکونو له لارې د حاضریدو غوښتنه کړې ده. په راپور کې ویل شوي، چې ځینو افغانانو ته د مراجعې…

2025-12-27 00:25 150۱ دقیقې لوستل
امریکا کې یو شمېر افغان کډوال د کریسمس او نوي کال پر ورځو احضار شوي

په امریکا کې د کډوالۍ چارواکو یو شمېر افغان پناه‌غوښتونکي د کریسمس او نوي کال په رسمي رخصتېوکې د اسنادو سپارلو او ارزونې لپاره احضار کړي دي.
د «بلومبرګ» د راپور له مخې، د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې یاد افغانان د لیکونو له لارې د حاضریدو غوښتنه کړې ده.

په راپور کې ویل شوي، چې ځینو افغانانو ته د مراجعې وخت د کریسمس (ډېسمبر ۲۵) او ځینو ته د نوي کال (جنورۍ ۱) ورځ ټاکل شوې ده. همداراز، یو شمېر کسانو ته د ډېسمبر ۲۷مه او ۳۰مه نېټه ورکړل شوې ده.

یاد اقدام د پناه‌غوښتونکو د حقونو د مدافعو بنسټونو سخت غبرګونونه راپارولي، ځکه دغه ورځې د امریکا رسمي فدرالي رخصتۍ دي، چې په‌کې اکثره ادارې تړلې یا له محدود فعالیت سره کار کوي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب