کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

انتونيو ګوترېش غزه کې له اوربند هرکلی کړی

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوترېش غزه کې د اسرايلو او حماس غورځنګ ترمنځ له اوربند څخه هرکلی کړی دی. ګوترېش په دغه اوربند کې د متحده ايالاتو، مصر او ترکيې له منځګړيتوب هم مننه کړې ده. هغه هيله څرګنده کړې چې دواړه لوري اوربند ته ژمن پاتې شي، بنديان په ښه ډول ازاد کړي او يو تلپاتی اوربند پلی شي. نوموړي ټينګار کړی چې اس…

2025-10-09 00:29 91۱ دقیقې لوستل
انتونيو ګوترېش غزه کې له اوربند هرکلی کړی

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوترېش غزه کې د اسرايلو او حماس غورځنګ ترمنځ له اوربند څخه هرکلی کړی دی.

ګوترېش په دغه اوربند کې د متحده ايالاتو، مصر او ترکيې له منځګړيتوب هم مننه کړې ده.

هغه هيله څرګنده کړې چې دواړه لوري اوربند ته ژمن پاتې شي، بنديان په ښه ډول ازاد کړي او يو تلپاتی اوربند پلی شي.

نوموړي ټينګار کړی چې اسراييل دې غزې ته د بشري مرستو د لېږد مخنيوي نه‌کوي.

ګوترېش ټينګار کړی چې وخت یې را رسېدلې، ترڅو فلسطين په رسميت وپېژندل شي او د يوه دولت له لارې له اسرايلو سره خپل مشکلات حل کړي.

دغه اوربند د متحده ايالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د طرحې له مخې شوی چې دواړه لوري به پکې بنديان ازاد کړي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب