خبريال: فرمان الله زبيرزی
د روسیې د صنعت او سوداګرۍ وزیر، انتون الیخانوف ویلي، چې روسي کارپوهانو د الوتکو لپاره د هوايي ټکر د مخنیوي یو کورنی (محلي) سیستم رامنځته کړی دی.
الیخانوف زیاته کړې چې روسیه چمتو ده دا ټکنالوژي نړۍوال بازار ته وړاندې کړي.
نوموړی زیاتوي، چې دا ټکنالوژۍ پیلوټانو ته دا امکان برابروې چې د الوتکو د ټکر له احتمالي خطرونو څخه له مخکې خبرداری تر لاسه کړي.
د سرچینې دمعلوماتو پر اساس ، د هوايي ټکر د مخنیوي سیستم په نړیواله کچه یوازې د امریکي شرکت هانيويل له خوا تولیدېده.
هغه ویلي، روسیه اوس د وارداتو د بدیل سیاست او د کورنیو سیستمونو د پراختیا له برکته، دا سیستمونه په سنټ پټرزبورګ کې تولیدوي.
الیخانوف پر وینا، موږ دا پېچلي د الوتکو الکترونیکي سیستمونه نړیوال معیار ته ورسول او اوس کولی شو په لومړي سر کې، خپلې کورنۍ الوتکې پرې سمبالې کړو او وروسته یې نړیوال بازار ته هم وړاندې کړو.




