خبریال: فرمان الله زبیرزی
د نړۍ والو رسنیو د راپورنو له مخې، داندونزیا په بېلابېلو سیمو کې دسختو بارانو، سېلابونو او دځمکې ښویېدنې له امله لږ تر لږه ۲۴۸ تنه مړه او په لسګونه تنه لا هم ورک دي.
د نیوز تایمز د راپور پر اساس، د اندونزیا شمالي سوماترا ولایت کې د ځمکي ښویېدنې له کبله ۱۱۶ تنه مړه شوي دي.
د اندونیزیا دپېښو پر وړاندې دمبارزې مدیریت پر وینا، د دې پېښو له امله نږدې درې زره او ۲۰۰ کورونه، عامه ودانۍ تر اوبو لاندې شوي، تر ۳۰۰۰ ډېری کورنۍ بې کوره شوي دي.
د اندونزیا دهوا پېژندنې ادارې ویلي، راتلونکو څو ورځو کې دشدیدو بارانونه، سیلابونو او دځمکي دښویېدنې خطر لاهم شته دی.
باید وویل شي، چې څو ورځي وړاندې په ویتنام کې هم دسېلابونو له امله ۱۰۰ تنه مړه شوي وو.




