کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

اندونيزیا کې د دوو اورګاډو د ټکر له امله نږدې ۱۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د راپورونو له مخې، د اندونيزيا په پلازمېنه جاګارتا کې د دوو اورګاډو د ټکر له امله ۱۴ تنو مړه شوي او له ۸۰ ډېر ټپیان دي.اسوشیتیدپرېس لیکلي، پېښه تېره شپه ناوخته د یو ښاري او مسافر وړونکي اورګاډي د ټکر له امله رامنځته شوه.سرچېنې لیکلي، تراوسه ۱۴ تنه مړه شوي او ۸۴ ټپیان د رملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.همدې حال کې…

2026-04-28 01:06 80۱ دقیقې لوستل
اندونيزیا کې د دوو اورګاډو د ټکر له امله نږدې ۱۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د راپورونو له مخې، د اندونيزيا په پلازمېنه جاګارتا کې د دوو اورګاډو د ټکر له امله ۱۴ تنو مړه شوي او له ۸۰ ډېر ټپیان دي.
اسوشیتیدپرېس لیکلي، پېښه تېره شپه ناوخته د یو ښاري او مسافر وړونکي اورګاډي د ټکر له امله رامنځته شوه.
سرچېنې لیکلي، تراوسه ۱۴ تنه مړه شوي او ۸۴ ټپیان د رملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.
همدې حال کې د یاد هېواد چارواکو ویلي، جې په اورګاډو کې د بند پاتې کسانو د ژغونې هڅې روانې دي.
چارواکو پر دغه مسیر د اورګاډو تګ ـ راتګ تر بلې خبرتیا پورې ځنډولی او د پېښې په اړه یې څېړنې پیل کړي دي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب