کابل ( کوه نور، ۱۵ اسد ۱۴۰۴): د خوړو نړۍوال پروګرام "WFP" ویلي، اندونیزیا هېواد د افغانستان د ښوونځیو لپاره د تغذیې برنامې ملاتړ په موخه ۳,۵ میلیونه ډالر مرسته کوي.
دې پروګرام ویلي، د دې نغدي مرستې پر مټ به د خوړو نړۍوال پروګرام ۱,۲۰۰ ټنه تغذیوي بیسکویټ چې د لومړنیو ښوونځیو زده کوونکو "نجونو او هلکانو" ته به د خوړلو لپاره ورکول شي.
راپور کې راغلي، د دې خوراکي توکو د ویشلو پروسه به په ښوونځیو کې تر درې میاشتو دوام وکړي.
همداراز ویل شوي چې د ښوونځیو د تغذیې پروګرامونو په افغانستان کې د زدهکوونکو د ګډون، دوامداره زدهکړو او ښو تعلیمي پایلو لپاره ډېر مهم رول لوبولی.
په ۲۰۲۴ میلادي کال کې، هغه لومړني ښوونځي چې دغه پروګرام کې شامل ول، د ۲۰۲۳ کال پرتله د زدهکوونکو په نوملیکنه کې ۱۱ سلنه ډېروالی ښودلی او د زدهکوونکو د ګډون کچه په اوسط ډول ۸۷ سلنه ته رسېدلې چې دا د ټاکل شوي هدف څخه دوه سلنه لوړه ده.




