د نړۍوالو رسنیو د راپورونو له مخې د اندونېزیا په جاوای ولایت کې د ډبرو یو کان نړېدلی چې پکې ۱۰ تنه مړه او ۱۲ نور ټپیان شوي او یو شمېر نور د خاورو لاندې دي.
راپورونو کې راغلي دغه پېښه تېره ورځ"جمع، د جوزا نهه" د اندونېزیا د جاوای ولایت په چیربون ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده چې له پرون ورځې تر اوسه د نادرکه شوو وګړو د موندلو هڅې روانې دي.
د اندونېزیا د بحران ادارې ملي مدیر "BNPB" خبر ورکړی چې د خاورو لاندې جسدونو د موندلو لپاره له ماشینونو هم استفاده کوي چې تر دې دمه یې ۱۲ تنه ټپیان ژغورلي دي.
د اندونېزیایې چارواکو پر وینا "لا هم نه ده معلومه چې څومره کسان به تر خاورې لاندې وي، خو د پرون سهار راهیسې یې د ژغورنې هڅې پیل شوې دي."
د سرچینو د مالوماتو له مخې د نورې کان نړېدو د ژغورونکو ډلو عملیات له ځنډ سره مخ کړي او ښایې د مړو شمېر نور هم ډېر شي.
باید وویل شي دا ډول پېښې د نړۍ د نورو هېوادونو په کانونو کې هم رامنځته کېږي چې له امله یې ګڼ شمېر کان کیندونکي خپل ژوند له لاسه ورکوي.




