کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

انګولا کې د ډیزلو بیې د لوړېدو پر ضد لاریونونه؛ ۲۲ تنه وژل شوي او نږدې ۲۰۰ نور ټپیان دي

کابل (کوه‌نور، ۹ اسد ۱۴۰۴):په انګولا کې د ډیزلو د بیې ناڅاپي لوړوالي پراخ غبرګونونه راپارولي، چې له امله یې تر اوسه ۲۲ تنه وژل شوي او نږدې ۱۹۷ تنه نور ټپیان شوي دي. دا مظاهرې، چې له څو ورځو راهیسې دوام لري، د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې خپرې شوې دي. د الجزیرې شبکې د راپور له مخې، د انګولا حکومت څو ورځې وړاندې اعلا…

2025-07-31 06:08 209۲ دقیقې لوستل
انګولا کې د ډیزلو بیې د لوړېدو پر ضد لاریونونه؛ ۲۲ تنه وژل شوي او نږدې ۲۰۰ نور ټپیان دي

کابل (کوه‌نور، ۹ اسد ۱۴۰۴):
په انګولا کې د ډیزلو د بیې ناڅاپي لوړوالي پراخ غبرګونونه راپارولي، چې له امله یې تر اوسه ۲۲ تنه وژل شوي او نږدې ۱۹۷ تنه نور ټپیان شوي دي. دا مظاهرې، چې له څو ورځو راهیسې دوام لري، د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې خپرې شوې دي.

د الجزیرې شبکې د راپور له مخې، د انګولا حکومت څو ورځې وړاندې اعلان وکړ چې د اقتصادي اصلاحاتو په لړ کې به د ډیزلو سبسایدۍ کمې شي، چې له امله یې د ډیزلو بیې شاوخوا ۳۳ سلنه لوړې شوې.

 دا پرېکړه د ټرانسپورتي سکتور، مزدورکارانو او عادي خلکو سخت غبرګون را وپاراوه، او لاریونونه پیل شول.

د راپورونو پر بنسټ، مظاهرې په لومړي ځل د پلازمېنې لوانډا په مرکزي ناحیو کې پيل شوې، خو وروسته شپږ نورو ولایتونو ته هم وغځېدې. مظاهره‌چیانو د سړکونو بندېدو، د دولتي تأسیساتو د ویجاړېدو، او د عامه شتمنیو د سوځېدو راپورونه ورکړي.

ځایي چارواکو ویلي، چې د مظاهره‌چیانو او پولیسو ترمنځ نښتې شوې، چې له امله یې د مرګ‌ژوبلې کچه لوړه شوې ده. د امنیتي ځواکونو له خوا د مظاهره‌چیانو د تیتولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز، او ځینې سیمو کې حتی د ربړي مرمیو کارول یاد شوي دي.

د بشري حقونو نهادونو د حکومت له چارواکو غوښتي چې د مظاهره‌چیانو پر ضد له زور زیاتي ډډه وکړي او د خلکو اندېښنو ته غوږ ونیسي. حکومت تر اوسه د روان کړکېچ په اړه رسمي څه نه دي ويلي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب