خبريال: صابر احمدزی
د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلنسکي ويلي، روسيې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر دغه هېواد له ۳۷۰ ډرون او ۲۱ توغندي توغولي، چې د دغه هېواد د انرژي، برېښنا او نور اساسي تاسيسات سخت زيانمن کړي دي.
هغه پر روسيې نيوکه کړې، چې د ژمي په موسم کې پر اوکراین بريدونه کوي، چې د ملکي خلکو پر ژوند مستقيم اغېز لري.
زيلنسکي پر نړيوالې ټولنې غږ کړی، چې د پوځي تجهيزاتو او هوايي دفاع سیسټمونو په ورکولو سره دې د اوکراین ملاتر وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې روسيې او اوکراين ابوظبي کې د ځمکنۍ جګړې د حل په موخه مذاکرات وکړل؛ خو کومه پايله يې نه لرله.




