روانه اوونۍ اوکراين د روسيې پر خاوره د امريکا له لوري جوړ شوي توغندي ور توغولي دي.
وروسته له هغه چې بايډن اوکراين ته اجازه ورکړه چې پر روسيې دې د برید لپاره د دغه هېواد وسلې وکاروي، اوکراين دغه چاره ترسره کړې ده.
اوکرايني چارواکو ويلي، د يادو توغنديو په مرسته به د روسيې له بريدونو سره مقابله وکړي.
بلخوا بیا پوتين خبرداری وکړی او ویلي یې دي، هر هغه څوک چې د روسيې د ځمکنۍ بشپړتيا خنډ ګرځي، له خپل ټول قوت سره به يې پر وړاندې مبارزه وکړي.
نوموړي ويلي، نړۍ دې زما خبرې عادي نه ګڼي.




