کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

اوکرایني ځواکونو روسیه کې د پوځي پرمختګ خبر ور کړی

د اوکراین د رسنیو په تازه راپورنو کې راغلي، د روسيې پر خاوره د اوکراين تازه بريدونو کې د روسیې کورسک او یو شمېر سیمې اوکرایني ځواکونو نیولي دي. ورته مهال روسیې د جګړې له سیمو د خپلو ډیر شمېر وګړو د ایستلو اعلان کړی دی. دغه راز د اوکراین د پوځ قوماندان جنرال اولیکسي سرسکي د چهارشنبې په ورځ ویلي چې اوکرایني پوځیانو د روس…

2024-08-15 05:18 93۱ دقیقې لوستل
اوکرایني ځواکونو روسیه کې د پوځي پرمختګ خبر ور کړی

د اوکراین د رسنیو په تازه راپورنو کې راغلي، د روسيې پر خاوره د اوکراين تازه بريدونو کې د روسیې کورسک او یو شمېر سیمې اوکرایني ځواکونو نیولي دي.

ورته مهال روسیې د جګړې له سیمو د خپلو ډیر شمېر وګړو د ایستلو اعلان کړی دی.

دغه راز د اوکراین د پوځ قوماندان جنرال اولیکسي سرسکي د چهارشنبې په ورځ ویلي چې اوکرایني پوځیانو د روسیې په کورسک سیمه کې له یو څخه تر دوه کیلومتره وړاندې پرمختګ کړی او تر سلو ډیر روسي عسکر یې نیولي دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي دي چې نیول شوي روسي سرتیري به له هغو اوکرایني سرتیرو سره تبادله کړي چې د روسیې په زندان کې دي.

زیلینسکي ویلي، کورسک کې د دوی ځواکونو په ښه توګه پرمختگ کړی او اوکراین به خپل ستراتیژیک هدف ترلاسه کړي.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب