کابل (کوه نور، ۳ سنبله ۱۴۰۴): د اوکراین بې لوټه الوتکو د روسیې پر اټومي بټۍ برید ترسره کړی چې له امله یې په سیمه کې پراخه اورلګېدنه رامنځته شوې ده.
رویټرز خبري اژانس ویلي، د اوکراین بې پیلوټه الوتکو پرون ورځ پر روسیې نږدې ۱۰۰ ډرون بریدونه ترسره کړي چې پراخ زیانونه یې اړولي دي.
راپور کې راغلي، د اوکرایني الوتکې له لوري په دې بریدونو کې کرسک سیمه په نښه شوې ده.
تر دې دمه د دې بریدونو په پایله کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي؛ خو سیمه کې د پراخې اورلګېدنې راپورونه ورکول شوي دي.
په همدې حال کې د اټومي انرژۍ نړۍوال اژانس ټینګار کړی چې اټومي توکو باید خوندي وساتل شي.
د یادونې وړ ده چې د اوکراین او روسیې ترمنځ پر روانه جګړه کلونه اوښتي او د امریکا په ګډون د نړۍوالو له پرلپسې هڅو سره بیا هم هلته د سولې راتللو کوم څرک نه دی لګېدلی.
هېره دي نه وي چې د اوکراین په جګړه کې تر دې مهاله لسګونه زره وګړي وژل شوي او لسګونه زره نور ټپیان شوي دي.




