کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

اوکراین د روسیې ۴۰ بم غورځوونکې الوتکې ویشتلي چې میلیاردونه ډالر زیان یې ورته اړولی

د نړۍوالو رسنیو د راپورنو له مخې اوکراین د روسیې په یو شمېر سیمو کې ډرون بریدونه ترسره کړي چې پکې د یاد هېواد ۴۰ بم غورځوونکې الوتکې له منځه تللې چې ورسره یې دغه هېواد ته اووه میلیارده ډالر زیان اړولی دی. اوکرایني چارواکو رسنیو ته ویلي چې ډرونونه یې په لرګینو صندقونو کې ځای پرځای کړي وو او د روسیې په خاوره کې دننه توغو…

2025-06-01 20:32 24۲ دقیقې لوستل
اوکراین د روسیې ۴۰ بم غورځوونکې الوتکې ویشتلي چې میلیاردونه ډالر زیان یې ورته اړولی

د نړۍوالو رسنیو د راپورنو له مخې اوکراین د روسیې په یو شمېر سیمو کې ډرون بریدونه ترسره کړي چې پکې د یاد هېواد ۴۰ بم غورځوونکې الوتکې له منځه تللې چې ورسره یې دغه هېواد ته اووه میلیارده ډالر زیان اړولی دی.

اوکرایني چارواکو رسنیو ته ویلي چې ډرونونه یې په لرګینو صندقونو کې ځای پرځای کړي وو او د روسیې په خاوره کې دننه توغول شوي دي.

د اوکراین د استخباراتو چارواکو ازادۍ راډیو ته منلې ده چې د دوی په بریدونو کې د روسیې بم غورځوونکې ۴۰ الوتکې له منځه تللې دي.

اس بي یو په یوه بیان کې خبر ورکړی چې په دغه بریدونو کې د روسیې فدراسیون په اصلي اډو کې د سټراټیژیکو کروز توغندیو ۳۴ سلنه لېږدوونکي په نښه شوي وو چې اووه میلیارده ډالر زیان یې اړولی دی.

په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر ولادي میر زیلینسکي په انسټاګرام لیکلي چې د دعه عملیاتو لپاره له یو نیم کال راپه دېخوا چمتووالی روان وو.

زیلینسکي لیکلي  «یوه واقعاً ښه پایله. او یوه لاسته راوړنه چې اوکراین په خپلواکه توګه رامینځته کړې.». «دا زموږ ترټولو لرې عملیات وو»

روسیې چارواکو تر اوسه د اوکراین د دې ادعاوو په اړه څه نه دي ویېلي خو د یاد هېواد د دفاع وزارت خبر ورکړی چې په پنځه سیمو مرمانسک، ایرکوتسک، ایوانوو، ریازان او امور کې هوایې اډې په نښه شوې وې چې په دوو کې یې څو الوتکې سوځېدلې دې.

د یادونې وړ ده چې د روسیې د یو شمېر سیمو والیانو د اوکرایني  الوتکو لیدل تاید کړي خو په دې اړه یې څه نه دي ویلي چې کومه الوتکه یې لګېدلې او که نه.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب