د راپورونو په اساس په جده کې د اوکرایني او امریکایې چارواکو تر خبرو وروسته اوکراین له روسیې سره د ۳۰ ورځیني اوربند وړاندیز منلی دی.
وروسته له هغې چې اوکراین ددغه ۳۰ ورځیني اوربند وړاندیز ومانه امریکا هم بېرته له اوکراین سره د نظامي مرستو د بیا پیل او د معلوماتو د شریکولو لپاره هوکړه کړې ده.
دغه مذاکرات چې تېره ورځ(سه شنبه، د کب ۲۱مه) په جده ښار کې پیل شول پکې دواړو خواوو د منابعو په اړه د یو تړون د لاسلیک کولو موافقه کړې ده.
د یادونې وړ ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي چې ولادیمیر زیلینسکي به یو ځل بیا سپینې ماڼۍ ته د ورتللو بلنه ترلاسه کړي.




