ايراني رسنيو راپور ورکړی چې د افغانستان او ايران ترمنځ د سرحد په ختيځه برخه کې د ۳۵ کيلو متره ديوال جوړولو چارې بشپړې شوي دي.
د دغه هېواد د ځمکني پوځ د جنوب ختيځې قرارګاه قوماندان ويلي، د ايران او افغانستان ترمنځ د سرحد جوړولو چارو په بشپړېدو سره د ناقانونه کډوالو په تګ راتګ کې پنځوس سلنه کموالی راغلی دی.
ايراني رسنۍ د امير غلامعليان له قوله دغه خبر داسې مهال ورکوي چې د دغه هېواد ولسمشر متحده ايالتونو کې د ملګرو ملتونو په ۷۹مه سرمشریزه کې ويلي وو، د اسلامي هېوادونو ترمنځ باید سرحدات ازاد او د پاسپورت او ويزې ستونزې دې هم له منځه یوړل شي.
له دې سره جوخت بیا له ايرانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ هم په چټکۍ روانه ده.




