کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ايران امريکا ته: د يوې مياشتې په موده کې بايد هرڅه حل شي او جګړه پای ته ورسېږي

ایران د یو پاکستاني منځګړي له لارې د جګړې د پای ته رسولو په اړه د امریکا ۹ مادييز وړاندیز ته ۱۴ مادييز ځواب استولی دی. راپور کې راغلي، چې امریکا د دوو میاشتو اوربند وړاندیز کړی، خو ایران غواړي چې ټولې چارې د ۳۰ ورځو په موده کې حل شي او د لنډمهاله اوربند پر ځای دې جګړه بشپړه پای ته ورسیږي. تسنيم لیکلي، ایران په دې وړاند…

2026-05-03 00:58 168۱ دقیقې لوستل
ايران امريکا ته: د يوې مياشتې په موده کې بايد هرڅه حل شي او جګړه پای ته ورسېږي

ایران د یو پاکستاني منځګړي له لارې د جګړې د پای ته رسولو په اړه د امریکا ۹ مادييز وړاندیز ته ۱۴ مادييز ځواب استولی دی.

راپور کې راغلي، چې امریکا د دوو میاشتو اوربند وړاندیز کړی، خو ایران غواړي چې ټولې چارې د ۳۰ ورځو په موده کې حل شي او د لنډمهاله اوربند پر ځای دې جګړه بشپړه پای ته ورسیږي.

تسنيم لیکلي، ایران په دې وړاندیز کې د راتلونکو بریدونو پر وړاندې امنیتي تضمینونه، له نږدې سیمو څخه د امریکایي ځواکونو وتل، د سمندري محدودیتونو لرې کول، د ایران کنګل شوې شتمنۍ خوشې کول، تاوان ورکول، د بندیزونو لرې کول، په ټولو جبهاتو کې د جګړې پای ته رسول، او د هرمز تنګي لپاره نوې اصول شامل دي.

بلخوا بیا د امريکا ولسمشر ويلي، چې د ايران په دغه وړاندیز غور کوي.

لیکوال/اېډېټر: Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai

فرمان سهار د کوه نور خبريال دی او په رسنیو کې د کار کولو دوه کلنه تجربه لري. سهار د لغمان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغ دی او اوسمهال کوه نور خبري اژانس لپاره په سياسي او ټولنیزو مسايلو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب