کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ايران: امريکا په ښکاره توګه سمندري غلا او لوټماري کوي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د هند سمندر کې د ایران د تېلو د ټانکرونو د امریکا له خوا نیول غندلي او واشنګټن یې تورن کړی، چې په ښکاره توګه یې د سمندري غلا او وسله‌والې لوټمارۍ قانوني کوي. بقايي ويلي، د امريکا دا کړنه په ښکاره توګه د سمندري غلا او په آزادو اوبو کې د وسله‌والې لوټمارۍ قانوني ک…

2026-04-28 06:09 80۱ دقیقې لوستل
ايران: امريکا په ښکاره توګه سمندري غلا او لوټماري کوي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د هند سمندر کې د ایران د تېلو د ټانکرونو د امریکا له خوا نیول غندلي او واشنګټن یې تورن کړی، چې په ښکاره توګه یې د سمندري غلا او وسله‌والې لوټمارۍ قانوني کوي.

بقايي ويلي، د امريکا دا کړنه په ښکاره توګه د سمندري غلا او په آزادو اوبو کې د وسله‌والې لوټمارۍ قانوني کول دي.

نوموړی زیاتوي امریکا د غلو د بیا راتګ ته ښه راغلاست وايې او دا داسې غله دي، چې د حکومت له خوا ورکړل شوي حکمونه لري، د رسمي بیرغونو لاندې سفر کوي، او خپل لوټ ته د قانون پلي کول وایي.

بقايي په وينا، چې متحده ایالات باید د دې ښکاره غیرقانوني چلند بشپړ مسؤلیت واخلي، ځکه دا عمل د نړیوال قانون او نړیوالې آزادې سوداګرۍ باندې برید دی او د سمندري امنیت بنسټیز اصول ګواښي.

دا په داسې حال کې ده، چې امريکا په روانه مياشت کې پر له پسې توګه د ايران کېښتۍ په ازادو اوبو کې نسې.

لیکوال/اېډېټر: Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai

فرمان سهار د کوه نور خبريال دی او په رسنیو کې د کار کولو دوه کلنه تجربه لري. سهار د لغمان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغ دی او اوسمهال کوه نور خبري اژانس لپاره په سياسي او ټولنیزو مسايلو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب