کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ايران تېره شپه په کويټ او بحرين کې امريکايي اډې په نښه کړې

سپاه پاسداران اعلان کړی، چې د تېرې شپې د امریکا د بریدونو په ځواب کې یې د کویټ او بحرین پر امریکایي پوځي اډو د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي. سپاه ويلي، چې په کویټ کې یې د امریکا د عریفجان او علي السالم پوځي اډو، او په بحرین کې یې د جفیر او شیخ عیسی پوځي اډو مهمې زېربناوې او تاسیسات په نښه کړي دي. بلخوا بی…

2026-07-09 02:19 152۱ دقیقې لوستل
ايران تېره شپه په کويټ او بحرين کې امريکايي اډې په نښه کړې

سپاه پاسداران اعلان کړی، چې د تېرې شپې د امریکا د بریدونو په ځواب کې یې د کویټ او بحرین پر امریکایي پوځي اډو د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.

سپاه ويلي، چې په کویټ کې یې د امریکا د عریفجان او علي السالم پوځي اډو، او په بحرین کې یې د جفیر او شیخ عیسی پوځي اډو مهمې زېربناوې او تاسیسات په نښه کړي دي.

بلخوا بیا د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) ويلي، چې تېره شپه یې د ایران په خاوره کې پر ۹۰ پوځي اهدافو بریدونه کړي دي

په همدې حال کې ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې دامريکا دغه بريدونو کې يو شمير غیر پوځي اهداف په نښه شوې لکه د آق‌تکه‌خان د اورګاډي پُل ویجاړ شوی او د ایرانشهر پر هوايي ډګر برید شوی، چې له امله یې یو اوروژونکی وژل شوی او څو نور کسان ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، تېره شپه د ایران په جنوب کې په بېلابېلو سیمو، لکه بندرعباس، چابهار، بوشهر، ایرانشهر، سیریک، کنارک، د قشم ټاپو، د ابوموسی ټاپو او جاسک کې ګڼې چاودنې هم شوې دي.

لیکوال/اېډېټر: Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai

فرمان سهار د کوه نور خبريال دی او په رسنیو کې د کار کولو دوه کلنه تجربه لري. سهار د لغمان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغ دی او اوسمهال کوه نور خبري اژانس لپاره په سياسي او ټولنیزو مسايلو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب